ایکنا-(عمان) د عمان ستر مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي ، په هغو کسانو په سختو نیوکو سره چې د فلسطین دمقاومتي چورلیز د خرابولو په لټه دي ، پر هغوی غږ وکړ، چې چپتیا دې غوره کړي او اجازت دې ورکړي ، دمقاومت مبارزان د مقدساتو په دفاع کې خپله دنده ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3488394 خپرونې تاریخ : 2023/12/09
ایکنا-(تهران) د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین ،د اسلامی وحدت په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې امریکا او اسرائيل په پاکستان کې د وروستیو بوږنونکو حملو پشمول په اسلامی هیوادونو کې دترهه ګرو حملو تر شا وبلل او وې وئيل، د خدای کتاب او د رسول الله(ص) دسنت ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره دمقابلې لاره ده .
د خبر لمبر: 3488045 خپرونې تاریخ : 2023/10/02
ایکنا-( پاراچنار) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین دخیبرپختواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په کورمې کې زیاتره شخړې د مځکو په سر راپورته کیږي، چې له بده مرغه ځاي او صوبائي حکومتونه ددغو شخړو د حل لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کوي چې دا چاره د دوو قبیلو ترمینځ دشخړې او نښتې لامل کیږي او ورپسې همدغه ځینی حکومتي کړئ دغې شخړې ته مذهبی رنګ ورکوي او معامله د شیعه او سني جنګ شکل ا ختیار کوي چې هیڅکله هم په اصل کې داسې کومه خبره نه وي.
د خبر لمبر: 3487601 خپرونې تاریخ : 2023/07/09